محمد البختي: که اسلامي هېوادونو خپلې ستونزې خپله حل کولای ټرمپ ته به اړتیا نه وه

کابل ټکی کام (شنبه، ۹ کب، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ د رهبرۍ شوری لوړپوړي غړي “محمد البختي” ویلي، که اسلامي هېوادونو د خپلو ستونزو د حل وړتیا لرلی، نو د امریکا ولسمشر ټرمپ ته به اړتیا نه وه.

البختي اسلامي نړۍ کې روان حالات د اندېښنې وړ بللي او زیاته کړې یې ده چې د مسلمانانو ترمنځ اختلافونه، چې کله ناکله ان تر وسله‌والو شخړو رسېږي، د امریکايي ـ صهیونیستي طرحې برخه ده.

د هغه په وینا، بهرني ځواکونه د اسلامي هېوادونو ترمنځ د تفرقې او بې‌ثباتۍ له دوام څخه ګټه اخلي.

نوموړي اسلامي نړۍ ننګولې او ویلي یې دي چې مسلمان هېوادونه اختلافات او جګړې رامنځته کولای شي؛خو د پای ته رسولو لپاره یې لازم سیاسي عزم او ګډ دریځ نه لري.

هغه ټینګار کړی چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ یووالی او خپلمنځي تفاهم د اوسني کړکېچ د حل یوازینۍ لار ده.

مربوطه مطالب

Back to top button