حماس افغانستان-پاکستان ته: زغم وساتئ او د خبرو لار غوره کړئ

کابل ټکی کام(شنبه، ۹ کب، ۱۴۰۴ل)

د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس له افغانستان- پاکستان څخه غوښتي چې زغم او حوصله وساتي، د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ لاره غوره کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د وینې تویېدو مخه ونیسي.

دغه غورځنګ د جمعې په ورځ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ وروستيو کړکېچونو اندېښمن کړي دي.

حماس په خپل بیان کې زیاته کړې: «د اسلامي امت د یووالي راټولېدو په موخه، موږ د دواړو وروڼو هېوادونو مشران او ولسونه د زغم ساتلو، د خبرو او ډیپلوماسۍ د لارې غوره کولو، د وینې تویېدو د مخنیوي او سیمه د لا زیات تاوتریخوالي څخه د ژغورلو غوښتنه کوو.»

همدارنګه په اعلامیه کې ټینګار شوی: «د دواړو وروڼو ملتونو ترمنځ ګډ دین، واحده عقیده او تاریخي اړیکې تر هر ډول لنډمهالي اختلافونو ډېرې سترې دي،نو ځکه باید رغنده خبرې اترې وشي، د امت ستره ګټه لومړیتوب وګرځول شي، اختلافات حل شي او داسې ګامونه واخیستل شي چې سوله، ثبات او د انسانانو ژوند خوندي پاتې شي.»

مربوطه مطالب

Back to top button