کابل ټکی کام (شنبه، ۹ کب، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي امارت مرستیال ویاند مولوي حمدالله فطرت ویلي چې د پاکستان پوځي رژیم نن سهار اته نیمې بجې د کندهار د تخته پل په سیمه کې د جبري راستنېدونکو کډوالو موقت پنډغالی (انځرګي کمپ) بمبار کړی دی. په دې پېښه کې درې بېګناه کډوال شهیدان او اووه نور ژوبل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې تېره شپه هم د کونړ مرکز اسعداباد اړوند د ډنډونو د بیلې سیمې کورونه د لیرې واټن ویشتونکو توپونو له لارې ویشتل شوي، چې په نتیجه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه ملکیان شهیدان او یو کس ژوبل شوی دی.
مولوي فطرت همداراز راپور ورکړ چې د ناړۍ ولسوالۍ په یوه برید کې د غرني هاوان او توپونو د انداختونو له امله د یوې ښځې په ګډون څلور تنه ځايي خلک شهیدان او پنځه تنه نور ژوبل شوي دي.


















