د افغانستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمه ییز وضعیت او پاکستاني پوځي رژيم د تیري په اړه خبرې کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۹ کب، ۱۴۰۴ل)

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي نن د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف سره د ټیلیفون له لارې د سیمه ییز وضعیت په اړه خبرې کړي.
متقي په دې تماس کې د افغانستان اصولي دریځ څرګند کړ او ویې ویل چې وروستي امنیتي اقدامات د افغانستان د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د هوايي حریم د دفاع لپاره ترسره شوي دي. هغه ټینګار وکړ چې اسلامي امارت د تفاهم له لارې د ستونزو د حل باور لري، خو د تیري په صورت کې له خپلې خاورې دفاع خپل حق بولي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د روان وضعیت یواځینۍ اغېزمنه لاره ډپلوماسي ده او هغه هڅه کوي چې په راتلونکي کې په دې برخه کې خپل عملي رول ولوبوي. دغه تماس د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او د ستونزو د سوله‌ییزې حل لارې د لټون هڅې ښیي.

مربوطه مطالب

Back to top button