ايراني ځواکونو منځني ختیځ کې د امريکا اډې په نښه کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۹، کب، ۱۴۰۴ ل)

سرچېنو له منځني ختیځه خبر ورکړی، چې ایراني ځواکونو د بالستیک توغندیو په وسیله سیمه کې د امریکا مهمي پوځي اډې په نښه کړي دي.

ویل کیږي د ایراني لرې واټن ویشتونکي توغندي په قطر، کویټ، متحده عربي اماراتو، سعودي او بحرین کې د امریکا پر پوځي اډو لګېدلي.

په ورته مهال د ایران تسنیم خبري اژانس په سیمه کې د امریکا پوځي اډو د په نښه کولو خبر ورکړی په خبره یې، ایراني توغندیو سیمه کې د امریکا پوځي اډې او تاسیسات په نښه کړي دي.

بل‌خوا رویټرز خبري اژانس د صهیونیستي رژیم چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې ایراني توغندیو اشغالي فلسطین «اسرائیلو»کې ځیني اهداف په نښه کړي.

د یادونې ده، چې امریکا او اسرائیلو نن سهار تهران، کرمانشاه، قم، تبریز، اصفهان، ایلام او کرج ښارونو کې ځینې سیمې بمبار کړې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button