قطر د خپلې خاورې پر نښه کېدل وغندل او د ځواب حق یې خوندي وباله

کابل ټکی کام (شنبه، ۹ کب، ۱۴۰۴ل)

قطر د یوې رسمي اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د دې هېواد پر خاورې د ایران د بالستیک توغندیو بریدونه د ملي حاکمیت ښکاره نقض، د امنیت پر وړاندې مستقیم ګواښ او د سیمې د ثبات پر ضد خطرناک تاوتریخوالی دی. دوحې ټینګار کړی چې د نړیوالو قوانینو له مخې د دې بریدونو پر وړاندې د ځواب بشپړ حق له ځان سره ساتي.

قطر ویلي، سره له دې چې تل یې له ایران سره د خبرو او ډیپلوماسۍ ملاتړ کړی او سیمه‌ییزې شخړې یې د سوله‌ییزو لارو د حل غوښتنه کړې، خو د قطر پر خاورې برید د ښه ګاونډیتوب له اصولو سره په ټکر کې دی او هېڅ ډول توجیه نه لري. دوحې زیاته کړې، چې د سیمې له شخړو د لرې پاتې کېدو او د خبرو اترو د اسانتیا هڅو سره سره، پرله‌پسې بریدونه د دوه اړخیز باور فضا زیانمنوي.

په اعلامیه کې همداراز د کویټ، متحده عربي امارات، اردن او بحرین د حاکمیت د نقض غندنه شوې او له دغو هېوادونو سره بشپړ پیوستون اعلان شوی دی. قطر د تاوتریخوالي د سمدستي درولو، د خبرو اترو مېز ته د ستنېدو او د سیمې د ثبات د خوندي کولو غوښتنه هم کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button