کابل ټکی کام (شنبه، ۹ کب، ۱۴۰۴ل)
ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د متحده ایالات او اسراییل له لوري پر دې هېواد وروستي هوايي بریدونه د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض او «پوځي تېری» دی. په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه بریدونه په داسې حال کې ترسره شوي چې تهران او واشنګټن د ډیپلوماټیکو خبرو په بهیر کې وو، خو اوس ایران د خپل هېواد دفاع قانوني حق ګڼي او وسله وال ځواکونه به د متجاوزینو پر وړاندې ځواب ورکړي.
اعلامیه زیاتوي، د امریکا او اسراییلو بریدونه د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو سرغړونه ده او د نړیوالو قوانینو له مخې ایران د ځان د دفاع بشپړ حق لري. د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلي، وسله وال ځواکونه به د دې بریدونو د مخنیوي او د هېواد د امنیت د خوندي کولو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.
تهران همداراز له ملګري ملتونه او د امنیت شورا غوښتي چې د نړیوال امنیت او سولې د ساتنې لپاره بیړني اقدامات وکړي. اعلامیه له ټولو هېوادونو، په ځانګړي ډول د سیمې او اسلامي نړۍ له دولتونو غوښتي چې دغه بریدونه وغندي او د نړیوال ثبات د ساتنې لپاره ګډ اقدام وکړي.

















