کابل ټکی کام (شنبه، ۹ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران دولتي ۳ تلوېزیوني شبکې د دغه هېواد د سپاه پاسداران ځواکونو د مرستیال مشر “جنرال جباري” له قوله ویلي، چې د امریکا مستبد ولسمشر ټرمپ او نتنیاهو باید پوه شي چې نن یوازې څو توغندي توغول شوي دي او ډېر ژر به داسې وسلې وکاروو، چې دوی یې تصور هم نه شي کولی.
په یادو څرګندونو کې راغلي: «ټرمپ او ظالم نتیاهو باید خبر وي چې موږ نن یوازې څو توغندي وتوغول او ډېر ژر به داسې وسلې نندارې ته وړاندې کړو چې تاسو تر اوسه هېڅکله نه دي لیدلي.»
تر اوسه د دغو څرګندونو په اړه رسمي او خپلواکه تایید نه دی خپور شوی؛ خو دا خبرې په داسې مهال کېږي چې د سیمې امنیتي وضعیت له وړاندې هم ترینګلی بلل کېږي.


















