ایراني چارواکی: د ولسمشر په ګډون ټول سیاسي او پوځي مشران روغ رمټ دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۹ کب، ۱۴۰۴ل)

یو ایراني چارواکي ویلي، چې د ایران د ولسمشر “مسعود پزشکیان” په ګډون ټول لوړپوړي سیاسي او پوځي مشران روغ او خوندي دي.

دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې ځینو صهیونیستي رسنیو د ولسمشر پزشکیان او یو شمېر پوځي قومندانانو د شهادت ادعاوې کړې وې.

ایراني سرچینو دغه راپورونه بې‌بنسټه بللي او ټینګار یې کړی، چې د هېواد مشرتابه په عادي ډول خپلې چارې مخته وړي.

دوی ویلي چې د رسنیو له لارې د ناسمو او ناتایید شویو خبرونو خپرول د روانو حالاتو د ګډوډولو هڅه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button