کابل ټکی کام (شنبه، ۹ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران د اسلامي انقلابي ځواکونو سپاه پاسداران یوې یوې سرچینې ادعا کړې، چې تر اوسه پورې یې په سیمه کې د امریکا ۱۴ پوځي اډې په نښه کړې دي.
سرچینې ویلي، دغه بریدونه د وروستیو تحولاتو او د دوی په وینا د «دښمنانه اقداماتو» په غبرګون کې ترسره شوي دي؛ خو د یادو بریدونو د څرنګوالي، د کارول شویو وسلو او احتمالي مرګژوبلې په اړه جزییات نه دي وړاندې شوي.
تر دې دمه امریکايي چارواکو د دغې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور کړی.
په سیمه کې د امنیتي وضعیت د لا ترینګلتیا اندېښنې زیاتې شوې دي او څارونکي د احتمالي پراخې شخړې خبرداری ورکوي.


















