د ایران دفاع وزارت: د وعده صادق ۴ عملیات به د دوښمن تر بشپړې ماتې دوام لري

کابل ټکی کام (شنبه، ۹ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران اسلامي جمهوریت دفاع وزارت په تازه اعلامیه کې ویل شوي چې د «وعده صادق ۴» په نوم روان عملیات به د دښمن تر بشپړې ماتې پورې دوام لري.

د وزارت په وینا، دغه عملیات د وروستیو پوځي تحولاتو او د دوی په تعبیر د «دښمن د یرغلګرو اقداماتو» په ځواب کې پیل شوي دي. اعلامیه کې ټینګار شوی چې د عملیاتو هدف د ګواښونو دفع کول، مهم نظامي او ستراتیژیک هدفونه په نښه کول او د مقابل لوري د توان کمزوري کول دي.

سرچینې وایي، په دې پړاو کې د بېلابېلو وسلو سیستمونه کارول شوي، خو د کارول شویو تجهیزاتو، دقیقو هدفونو او اوښتو زیانونو په اړه جزییات نه دي شریک شوي.

تر اوسه د مقابل لوري رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې که روان وضعیت همداسې دوام وکړي، نو د سیمې امنیتي کړکېچ به لا ژور شي او د پراخې جګړې احتمال به زیات شي.

مربوطه مطالب

Back to top button