پر اسرائیلو د ایران برید: تل أبیب کې د خطر زنګونه؛ حیفا کې درنې چاودنې شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۹ کب، ۱۴۰۴ل)

د صهیونیستي ریژیم په پلازمېنه تل ابیب کې په پر لپسې توګه د خطر زنګونه اورېدل کېږي او دغه راز حیفا بندري ښار کې د درنو چاودنو خبر ورکړل شوی دی.

راپورونه وایي، چې د صهیونیستي رژیم د پلازمېنې تل ابیب او شاوخو سیمو کې د خطر زنګونه (سایرنونه) پرله‌پسې اورېدل کېږي، دا له هغه وروسته چې د ایران اسلامي جمهوریت له لوري د توغندیو دریمه څپه اسرائیلو ته په ننوتلو ده.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، د احتمالي توغندیز یا هوايي ګواښ له امله د خبرداري سیستمونه فعال شوي او له خلکو غوښتنه شوې چې ژر تر ژره خوندي پناه ځایونو ته ولاړ شي. عیني شاهدان وایي چې په حیفا بندري ښار کې د درنو چاودنو غږونه هم اورېدل شوي؛ خو تر اوسه یې د کره سرچینو له خوا تایید نه دی شوی.

د بېړنیو مرستو او ژغورنې ټیمونه چمتو حالت کې دي او امنیتي ځواکونه د وضعیت څارنه کوي.

د مرګ‌ژوبلې او اوښتو زیانونو په اړه رسمي شمېرې لا نه دي خپرې شوې.

مربوطه مطالب

Back to top button