کابل ټکی کام (شنبه، ۹ کب، ۱۴۰۴ل)
د فلسطین د اسلامي مقاومت حماس ډلې پوځي څانګې “القسام” په تازه اعلامیه کې د ایران اسلامي جمهوریت او ولس سره خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړی دی.
د القسام ډلې په اعلامیه کې ویل شوي، د صهیونيستي رژیم او امریکا لخوا پر ایران روان بریدونه د دوی په وینا د فلسطین او اسلامي هېوادونو پر ضد د اوږدمهاله تاوتریخوالي برخه ده. دوی ټینګار کړی چې د ایران ملاتړ د فلسطین په مقاومت او د صهیونيستي رژیم پر وړاندې د واضح دریځ له امله د دوی لومړنی دلیل دی.
القسام د ایران د “وعده صادق ۴” عملیاتو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې دوی په بشپړه توګه د ایران د وسلهوالو ځواکونو او سپاه پاسداران په وړتیاوو باور لري، چې کولی شي بریدګرو ته سخت زیان واړوي او د هغوی د هڅو مخه ونیسي.
القسام ډلې د اعلامیې په څلورمه برخه کې د اسلامي نړۍ ټولو ولسونو باندې غږ کړی، چې د ایران د مسلمان ولس ملاتړ وکړي او د صهیونيستي-امریکايي سیاستونو پر ضد اقدام وکړي، ځکه چې د دوی په وینا، هر برید پر ایران په حقیقت کې د ټولې اسلامي نړۍ پر وړاندې برید دی.
په پای کې دوی ټینګار کړی چې د فلسطین او اسلامي امت جګړه به د صهیوني رژیم د له منځه وړلو پورې دوام لري.


















