کابل ټکی کام (شنبه، ۹ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران ستر مذهبي رهبر او د وسله والو ځواکونو مشر “ایات الله علي خامنه ای” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې صهیونیستي رژیم د منځني ختیځ یو «خطرناک او وژونکی سرطان» دی، چې د سیمې امنیت او ثبات ته جدي ګواښ پېښوي.
هغه ټینګار کړی، چې دا رژیم باید حتمي له منځه لاړ شي او د اسلامي نړۍ ملتونه باید د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره یووالي او مقاومت ته دوام ورکړي.
د هغه په وینا، د فلسطیني ولس ملاتړ او د صهیونیستي رژیم پر وړاندې د واضح دریځ نیول د اسلامي امت د اوږدمهاله ثبات لپاره حیاتي دي.
خامنه ای همداراز ویلي، چې د سیمې د بې ثباتۍ او د غربي او صهیوني ځواکونو د یرغلونو دوام د دې اړتیا رامنځته کوي، چې اسلامي هېوادونه د خپلواکۍ او ملي حاکمیت د خوندي کولو لپاره سره متحد شي.
دغه څرګندونې د ایران په وروستیو پوځي او امنیتي تحولاتو کې شوې، چې د منځني ختیځ په بېلابېلو برخو کې د ایران او صهیونیستي رژیم ترمنځ د ترینګلتیا کچه لوړه شوې ده.
تحلیلګران وایي چې د ایران د مذهبي مشر دا څرګندونې د خپل ولس او اسلامي اُمت د ملاتړ او د صهیونیستي رژیم پر وړاندې د روانو پوځي عملیاتو د مشروعیت لپاره کړي دي.


















