کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۰ کب، ۱۴۰۴ل)
د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت اعلان کړی چې د ابوظبي په السلام سمندري پوځي اډه د ایران له لوري د دوو بېپیلوټه الوتکو برید شوی دی.
د وزارت په وینا، برید د اډې د یوه ګودام برخه په نښه کړې چې له امله یې د عمومي توکو په دوو کانتینرونو کې اور لګېدلی، خو د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
وزارت دا برید د ملي حاکمیت ښکاره نقض او د نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې او ویلي یې دي چې هېواد د هر ډول پوځي اقدام په وړاندې د ځواب ورکولو بشپړ حق لري.


















