ولسمشر اردوغان: که پر ایران بریدونه دوامداره وشي ترکیه به د تهران په ملاتړ اقدام وکړي

کابل ټکی کام( سه شنبه، ۱۲ کب،۱۴۰۴ل)

د راپورونو له مخې، د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” ویلي، که پر ایران بریدونه دوامداره شي، ترکیه به د ایران په ملاتړ عملي ګامونه پورته کړي او میدان ته به راووځي.

د نوموړي په وینا، ترکیه د سیمې د امنیت او ثبات په اړه جدي اندېښنه لري او هر هغه اقدام چې د سیمې پر هېوادونو د پوځي یرغل بڼه لري ورته د منلو وړ نه دی.

ولسمشر اردوغان ټینګار کړی، چې انقره به د خپلو ملي ګټو او سیمه‌ییزو مسوولیتونو په چوکاټ کې لازم تصمیم ونیسي.

سیاسي شنونکي وایي، که دا څرګندونې رسمي دریځ وبلل شي، نو دا به د سیمې په روانو کړکېچونو کې د ترکیې د احتمالي ښکېلتیا نښه وي، چې کولی شي د ځواک توازن بدل کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button