د امریکا او هسپانیا ترمنځ شخړه زیاته شوې؛ مادرید د واشنګټن غوښتنه رد کړه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ کب، ۱۴۰۴ل)
د امریکا او هسپانیا ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې زیات شوی چې واشنګټن غوښتنه کړې وه څو په هسپانیا کې مېشت خپل پوځیان د ایران پر ضد اړوندو عملیاتو کې وکاروي، خو مادرید دغه غوښتنه رد کړې ده.
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هسپانیا ته د سوداګریزو اړیکو د پرې کولو ګواښ کړی، خو د هسپانیا حکومت دغه ګواښ هم رد کړی او ټینګار یې کړی چې د نړیوالو قوانینو درناوی به وکړي.
همداراز ویل شوي چې امریکا له سویلي هسپانیا څخه ۱۵ پوځي الوتکې، چې د سون توکو د رسولو ټانکرونه هم پکې شامل دي، بل ځای ته لېږدولي دي. د هسپانیا حکومت ویلي، که احتمالي سوداګریز بندیزونه ولګېږي، دوی د هغو د اغېزو د مدیریت توان لري.



