اردوغان: ترکیه به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند د ټینګښت هڅې زیاتې کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ کب، ۱۴۰۴ل)

اناتولي خبري آژانس راپور ورکړی، چې د رجب طیب اردوغان ویلي، انقره به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند د بیا ټینګښت لپاره خپلې ډیپلوماټیکې هڅې لا زیاتې کړي.

د ترکیې د ولسمشرۍ د اړیکو دفتر ویلي، اردوغان له شهباز شریف سره په ټلفوني خبرو کې د سیمې پر وروستیو تحولاتو، دوه‌اړخیزو اړیکو او امنیتي وضعیت خبرې کړې دي.

اردوغان ټینګار کړی چې ډیپلوماسۍ ته بېرته ستنېدل او د اوربند بیا پیل کولای شي تاوتریخوالی راکم او سیمه‌ییز ثبات پیاوړی کړي.

د سرچینې په وینا، په دې تماس کې پر ایران د امریکا او اسرائیل له ګډو بریدونو وروسته د منځني ختیځ وروستي بدلونونه هم ارزول شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button