امریکا مرکزي قومندانۍ: د ایران پر ضد ګډو عملیاتو کې ۵۰ زره امریکايي سرتېري ګډون لري

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ کب، ۱۴۰۴ل)

د امریکا د مرکزي قومندانۍ (سنتکام) قومندان برد کوپر ویلي، چې د امریکا او اسراییلو په ګډو پوځي عملیاتو کې پر ایران شاوخوا ۵۰ زره امریکايي سرتېري برخه لري.
د هغه په وینا، امریکا په دغو عملیاتو کې له ۲۰۰ جنګي الوتکو او دوو پرمختللو جنګي بېړیو څخه هم کار اخیستی دی.
بل لور ته ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د امریکا د بریدونو له پیله تر تېرې سې‌شنبې ورځې پورې نږدې ۶۸۰ امریکايي سرتېري وژل شوي او ټپیان دي.
تر دې وړاندې واشنګټن پوسټ د یوه امریکايي چارواکي له قوله لیکلي و، چې د ایران بریدونه او د هدفونو تنوع یې په پنتاګون او د ټرمپ ادارې په چارواکو کې جدي اندېښنې راپارولې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button