سپاه پاسداران: د هرمز تنګي بشپړ کنټرول زمونږ په لاس کې دی؛ له لسو زیاتې نفت‌لېږدوونکې بېړۍ مو په نښه کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ کب، ۱۴۰۴ل)

د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی چې د هرمز پر ستراتېژیک تنګي یې بشپړ کنټرول ټینګ کړی دی. د فارس خبري اژانس د سپاه د سمندري ځواک د لوړپوړي چارواکي محمد اکبرزاده له قوله ویلي، چې «هرمز تنګی دا مهال د انقلاب ساتونکو د سمندري ځواک تر بشپړ کنټرول لاندې دی» او د سیمې ټول تګ راتګ څارل کېږي.

سپاه همداراز ادعا کړې چې د ایراني خبرداریو له نه‌پام کولو وروسته یې له لسو زیاتې نفت‌لېږدوونکې بېړۍ په نښه کړې دي.

د دوی په وینا، تر امر ثانوي پورې هېڅ نفت‌لېږدوونکې یا سوداګریزه بېړۍ نه شي کولای د هرمز له تنګي تېرې شي.

هرمز تنګی د نړیوالې نفت‌سوداګرۍ لپاره حیاتي اهمیت لري او هر ډول محدودیت یې د نړیوالو بازارونو پر بیو او اکمالاتو مستقیم اغېز لرلای شي.

مربوطه مطالب

Back to top button