د معیار او کیفیت اداره: بې‌کیفیته ۲۵ ټنه بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ کب، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې له شیخ ابو نصر فراهی بندر څخه ۲۵.۴۵۵ ټنه او ۶۸.۷ کیلو امپیر بې‌کیفیته بټرۍ، چې له کورنیو معیارونو سره یې مطابقت نه درلود، له بشپړې څېړنې او د کیفیت د دقیق کنټرول وروسته بېرته صادرونکي هېواد ته مسترد کړې.
د معیار او کیفیت ادارې ټینګار کړی چې په ټولو بندرونو کې د توکو کیفیت په شفافه او منظمه توګه څارل کېږي او د خلکو روغتیا ته د زیان رسوونکو وارداتو په وړاندې به هېڅ نرمښت ونه ښودل شي.
ادارې له ټولو سوداګرو او واردوونکو غوښتي چې کورني معیارونه جدي رعایت کړي او د سالم او باکیفیته بازار رامنځته کولو کې خپل مسوولیت ادا کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button