له شمسیو هغه جوړ شوی مېز چې په اسانه توګه پرې کوچنۍ برېښنايي وسیلې چارج کیږي

کابل ټکی کام ۰۷حمل/۱۳۹۵، انجینر میرویس څرګند
د برتانیې انجینرانو د مطالعې، د چای څښلو او بنډار لپاره یو داسې مېز جوړ کړی دی، چې مخامخ له لمر او رڼا څخه انرژي اخلي، او د موبایل، ټبلېټ، کېمرې او د نورو کوچنیو برېښنايي وسیلو د چارج کولو لپاره برېښنا ذخیره کوي.
د دغه مېز جوړونکې کمپنۍ یو ډیزاین د لندن په موزیم کې اېښی دی، خو په راتلونکې کې په پام کې لري، چې دغه مېز په لوړه پیمانه تولید او د خرڅلاو لپاره بازارونو ته وړاندې کړي.
په دغه مېز کې چې نارنجي ډوله شمسۍ نصب شوې ده، له لمر او تودوخې څخه برېښنا اخلي، او په خپل ځان کې یې ذخیره کوي.
دا چې لمر او تودوخه تل نه وي، نو د دغه مېز مهموالی هم په دې کې دی، چې د کوټې له رڼايي څخه هم کار اخیستلای شي.
د دغه مېز په پېژند پاڼه کې راغلي دي، چې شاوخوا يي (یو اېس بي) کنکشنونه او بېټرۍ هم ځای پر ځای شوي دي، تر څو انرژي ذخیره کړي، او د مطالعې څراغ او نور… د شپې در ته په هماغه ځای کې چارج کړي.
په پېژند پاڼه کې د دغه مېز نوم کرنټ تېبل یاد شوی دی.




