د شکرې د ناروغۍ په درملنه کې بېنډۍ تر هر څه درسره ښه مرسته کوي

ډاکټر بلقیس وردګ
دا چې زمونږ په ټولنه کې یو شمېر خلک د شکر په ناروغۍ اخته دي او ډېر ترې ځوریږي، ښايي تاسو هم په دغه ناروغۍ اخته وئ؛ خو که چیرې لاندینۍ نسخه عملي کړئ، نو ښايي د شکر درجه مو عادي حالت ته راښکته او کنټرول شي.
څلور اومې بېنډۍ ماخوستن مهال را واخلئ او په منځ یې ماتې کړئ، په یوه ګیلاس کې یې ډوبې کړئ او ټوله شپه یې په ګیلاس کې وساتئ. سهار چې کله را پورته شئ، نو له ناشتې یو ساعت وړاندې له دغه ګیلاس څخه بېنډۍ لرې کړئ او ویې څښئ.
دغه عمل چې د طب پوهانو او حکیمانو له لورې یو مجرب بلل شوی دی، هغوی په ډېر تأکید سره ویلي دي، که چیرې دغه کار څو ورځې په دوام داره توګه عملي شي، نو ډېر ژر به مو شکر خپل عادي حالت ته را ښکته او کنټرول شي. ان شاءالله.
د یادولو ده، چې یو شمېر طب پوهان د بېنډۍ دغه اوبه د پښتورګو لپاره هم ګټورې بولي.



