راپور: د روسیې استخباراتو د اسراییلو د تلفاتو په اړه شمېرې خپرې کړې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۷ کب، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې، د روسیې استخباراتو د اسراییلو د تلفاتو په اړه شمېرې خپرې کړې چې په کې ویل شوي د جګړې په لومړیو درې ورځو کې د اسراییلو د پوځ او امنیتي ادارو ګڼ غړي وژل شوي دي.
په راپور کې ادعا شوې چې دا شمېرې د روسي استخباراتي ارزونې پر بنسټ دي.
د یاد راپور له مخې، په دغو درې ورځو کې ۶ اسراییلي جنرالان، ۳۲ د موساد اجنټان، ۷۸ د شاباک (شین بیت) غړي، ۱۹۸ د هوايي ځواک افسران او ۴۶۲ عسکر وژل شوي دي.
همداراز ادعا شوې چې ۱۱ اټومي ساینسپوهان او ۴۲۳ احتیاطي ځواکونه هم په تلفاتو کې شامل دي.
په راپور کې ویل شوي چې د دغو شمېرو له مخې د ۷۲ ساعتونو په موده کې د اسراییلو د وژل شویو شمېر له ۱۲۰۰ کسانو اوړي.
تر اوسه اسراییلي چارواکو د دغو شمېرو په اړه رسمي تایید یا رد نه دی کړی.
دا معلومات د یو استرالیایي خبریال د راپور له مخې خپاره شوي دي



