په کابل کې د ایران سفیر: د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریز بهیر عادي روان دی

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۷ کب، ۱۴۰۴ل)

په کابل کې د ایران سرپرست سفیر علي رضا بېکدلي ویلي چې د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریز بهیر پرته له کوم ځنډه روان دی.

نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وارداتو او صادراتو لړۍ عادي ده او سوداګریز فعالیتونه نه دي درېدلي.

بېکدلي زیاته کړې چې د ایران حکومت په سرحدي بندرونو کې د وارداتو او صادراتو لپاره ځانګړې اسانتیاوې برابرې کړې دي، څو د سوداګریزو توکو لېږد له خنډ پرته دوام ومومي. د هغه په وینا، د افغانستان او ایران ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا هم پیاوړې دي.

نوموړي همداراز ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري په تېرو ۴۸ کلونو کې د جګړو او بهرنۍ مداخلې له امله نه ده اغېزمنه شوې.

د مسوولینو په خبره، سره له دې چې په ایران کې جګړه روانه ده، د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو توکو لېږد په عادي ډول دوام لري.

مربوطه مطالب

Back to top button