د معیار او کیفیت ادارې په فراه بندر کې ۲۵ ټنه بې‌کیفیته ودانیز توکي بېرته وګرځول

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۷ کب، ۱۴۰۴ل)

د معیار او کیفیت ادارې ويلي چې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ساتنې په موخه یې د فراه ولایت د شیخ ابو نصر فراهی بندر له لارې وارد شوي ۲۵.۴۵۵ ټنه بې‌کیفیته گاډر (نبشي ډوله اوسپنه) بېرته صادرونکي هېواد ته مسترد کړي دي.

د یادې ادارې په وینا، دغه ودانیز توکي له هراړخیزې څېړنې او دقیق کیفیتي کنټرول وروسته رد شول، ځکه چې له ټاکل شويو کورنیو معیارونو سره یې سمون نه درلود.

د معیار او کیفیت اداره وایي چې د هېواد په ټولو بندرونو کې د ودانیزو توکو د کیفیت د ارزونې او کنټرول بهیر په منظم او شفاف ډول روان دی.

مربوطه مطالب

Back to top button