په کوېټ کې ايراني ډرون برید د امریکايي ځواکونو د استوګنې ودانۍ په نښه کړې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۷ کب، ۱۴۰۴ل)
راپورونه وایي چې په کويټ کې د بېپیلوټه الوتکې (ډرون) برید د هغې لوړې ودانۍ په نښه کولو سره لوی اور بل کړی چې ویل کېږي امریکايي سرتېري پکې مېشت وو.
د ایران ایسنا خبري اژانس د یوې ویډیو په خپرولو سره ادعا کړې چې دا برید د ایران له لوري د استول شوې ډرون الوتکې له خوا ترسره شوی، چې له امله یې د ودانۍ په لویه برخه کې سخت اور لګېدلی دی.
بلخوا د کوېټ پوځ ویلي چې د هېواد هوايي دفاعي سیستمونه دا مهال د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د احتمالي بریدونو پر وړاندې د مقابلې په حال کې دي.
تر اوسه د احتمالي مرګژوبلې او مالي زیانونو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.



