کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۷ کب، ۱۴۰۴ل)
د لغمان د مرکز مهترلام ښاروالۍ اعلان کړی چې د ۱۵.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د حاجیانو کلي د سړک د دویم فاز د جوړولو چارې پیل شوې.
د چارواکو په وینا، د یاد سړک دویم فاز شاوخوا یو کیلومتر اوږدوالی او ۱۵ متره پراخوالی لري چې لګښت یې د ښاروالۍ له داخلي بودیجې ورکول کېږي او تمه ده چارې یې په څلورو میاشتو کې بشپړې شي.
د مهترلام ښاروال مولوي رحمت الله شهامت د بنسټ ډبرې اېښودلو مراسمو کې ویلي چې د پروژې د پلي کېدو پر مهال به شاوخوا ۵۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.


















