ایران: د هغو هېوادونو درناوی کوو چې خپله خاوره د دښمن په واک کې نه ورکوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۷ کب، ۱۴۰۴ل)

د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې د بریدونو د بندولو په اړه د ایران د رهبرۍ شورا له پرېکړې وروسته، د ایر.ان د وسله‌والو ځواکونو جګپوړي ویاند “ابوالفضل شکاريچي” په خپله تازه بیانیه کې وویل: «لکه څنګه چې ولسمشر تېره ورځ وویل، هغه هېوادونه چې خپله خاوره او فضا د دښمن په واک کې نه ورکوي، زموږ د درناوي وړ دي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام یوځل بیا خبرداری ورکړی، چې که له کوم هېواد څخه برید پرې وشي نو دوی به هم غبرګون ته اړ شي.

مربوطه مطالب

Back to top button