کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۷ کب، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي په کابل کې د چین د ولسي جمهوریت له ځانګړي استازي یوې شیایونګ سره کتلي دعاا دواړو په دې لیدنه کې د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د سیمې پر وروستیو تحولاتو او د پاکستان له لوري د افغانستان پر حاکمیت د وروستیو نظامي بریدونو په اړه خبرې شوې دي. متقي د دواړو هېوادونو اړیکې مثبتې بللې او هیله یې څرګنده کړې چې دا اړیکې به په بېلابېلو برخو کې لا پراخې او عملي شي.
نوموړي همداراز د پاکستان د وروستیو بریدونو په تړاو د د افغانستان اسلامي امارت دریځ شریک کړی او ټینګار یې کړی چې افغانستان د شخړو پر ځای د ستونزو سولهییز حل ته لومړیتوب ورکوي، خو د خپل هېواد او خلکو دفاع خپل حق بولي.
بل لور ته د چین ځانګړي استازي د وروستیو پېښو له امله د افغان قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې چین هڅه کوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.


















