کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۷ کب، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې، د حزب الله ځواکونو د اشغالي فلسطین په یو شمېر سیمو کې پوځي اهدافو باندې بریدونه کړي چې له امله یې د اسرائیلي پوځ څلور سرتېري وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
سرچینې وایي، دا بریدونه د روانو نښتو په لړ کې شوي او د صهیونیستي ځواکونو پوځي پوستې او تجمعي ځایونه پکې په نښه شوي دي.
تر اوسه د اسرائیلي چارواکو له لوري د دقیقو تلفاتو په اړه بشپړ جزییات نه دي خپاره شوي؛ خو د اسرائیلو ۱۲ خبري شبکې لبنان کې خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلی پخلی کړی دی.


















