د وعد صادق عملیاتو ۲۷مه څپه؛ پر اسرائیلو د ایران ځپونکي بریدونه روان دي کویټ او بحرین کې امریکایي اډې په نښه شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ کب، ۱۴۰۴ل)

د ایران د وسله‌والو ځواکونو له لوري د «وعد صادق» عملیاتو اووه ویشتمه څپه پیل شوې ده.

راپورونه وایي، چې په دې نوې څپه کې د اشغالي فلسطین پر بېلابېلو سیمو د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه شوي دي.

سرچینې زیاتوي چې د دغو عملیاتو په لړ کې په سیمه کې د امریکا ځینې پوځي اډې هم هدف ګرځول شوې دي.

د راپورونو له مخې، په کویټ او بحرین کې پر امریکایي پوځي اډو بریدونه شوي چې له امله یې د دغو اډو شاوخوا سیمو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

تر اوسه د یادو بریدونو د دقیقو زیانونو او مرګ ژوبلې په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي، خو ویل کېږي چې دغه عملیات د ایران د روانو پوځي اقداماتو د لړۍ برخه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button