سید مجتبی علي خامنه‌اي د ایران نوی مذهبي رهبر وټاکل شو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ کب، ۱۴۰۴ل)

د راپورونو له مخې، سید مجتبی علي خامنه‌اي د ایران د نوي مذهبي رهبر په توګه ټاکل شوی دی.

نوموړی د ایران درېیم مذهبي رهبر بلل کېږي چې د خپل پلار آیت‌الله علي خامنه‌اي له وژل کېدو وروسته د نګهبان شورا له خوا په متفقه توګه د دغه مقام لپاره غوره شوی دی.

ویل کېږي چې د نګهبان شورا غړو د ځانګړې غونډې پر مهال د هېواد د مذهبي رهبرۍ د تشې ډکولو لپاره دا پرېکړه کړې او سید مجتبی علي خامنه‌اي یې د اسلامي جمهوریت د ستر مذهبي رهبر په توګه اعلان کړی دی.

سید مجتبی علي خامنه‌اي د پخواني مذهبي رهبر آیت‌الله علي خامنه‌اي زوی دی او له کلونو راهیسې د ایران په مذهبي او سیاسي حلقو کې اغېزناک شخصیت بلل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button