کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ کب، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، امیر خان متقي په کابل کې له مېشتو سفیرانو، دیپلوماتانو، د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او ځینو نړیوالو سازمانونو له استازو سره د ګډ روژهماتي پر مهال د سیمې پر امنیتي وضعیت او د پاکستان لخوا د افغانستان پر حاکمیت د نظامي تیري په اړه خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، متقي ټینګار وکړ چې د اسلامي امارت وروستي امنیتي اقدامات د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او هوايي حریم د دفاع په موخه دي.
متقي د سیمې پر عمومي وضعیت هم اندېښنه څرګنده کړه او یادونه یې وکړه چې پر ایران د بریدونو او د ایران او ځینو خلیجي هېوادونو تر منځ د کړکېچ زیاتوالی سیمه له امنیتي خطرونو سره مخ کړی دی. نوموړي د هېوادونو د حریم نقض او د ملکي وګړو وژل غندلي او د جګړې د پراخېدو د احتمالي اغیزو په اړه یې خبرداری ورکړ.
د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې اسلامي امارت د ستونزو د حل لپاره د تفاهم، خبرو اترو او متقابل احترام پر بنسټ اړیکو ته ژمن دی، خو د هر ډول تېري په صورت کې له خپلې خاورې دفاع د افغانستان مشروع حق ګڼي او ټولې ښکېلې خواوې دې هڅه وکړي چې شخړې د زور پر ځای د دیپلوماتیک تعامل له لارې حل کړي.


















