سپاه پاسداران: د ایران پر ضد د امریکایي-اسرائیلي دښمن محاسبې ناکامه شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو ځواکونو ویاند “جنرال علي‌محمد ناییني” ویلي، چې د ایران پر وړاندې د دښمن اقدام پر درېیو ناسم محاسبو ولاړ و چې ټولې یې له تاریخي او شرموونکو ماتو سره مخ شوې دي.
ناییني څرګنده کړه چې دښمن لومړی داسې انګېرله چې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر ترور به په ۴۸ ساعتونو کې د ایران نظام له منځه یوسي. د هغه په وینا، دویمه محاسبه دا وه چې جګړه به یوازې په درېیو ورځو کې پای ته ورسېږي، او درېیم دا چې امریکایانو تمه لرله د ایران پر ضد به سیمه‌ییز او نړیوال ائتلاف رامنځته شي.
د سپاه ویاند ټینګار وکړ چې دا درې واړه محاسبې په بشپړ ډول ناکامه شوي او څرګنده شوه چې دښمن د ایران د اسلامي جمهوریت د سیاسي، پوځي او ټولنیز ځواک د جوړښت په اړه سم درک نه درلود.
نوموړي زیاته کړه چې د جګړې لومړنی شاک که څه هم جدي و، خو په چټکۍ سره کنټرول شو او د دښمن له یرغل یوازې دوه ساعته وروسته د ایران توغندیز بریدونه پیل شول، هغه بریدونه چې د دښمن له محاسباتو بهر وو.
ناییني همداراز وویل چې دښمن فکر کاوه د پوځي مرکزونو په نښه کولو سره به د ایران دفاعي جوړښت کمزوری شي، خو د لوړپوړو قوماندانانو له شهادت وروسته هم د هېواد دفاعي او عملیاتي بهیر کې هېڅ ډول خنډ یا ځنډ رامنځته نه شو.

مربوطه مطالب

Back to top button