ابو عبیده: د لبنان د اسلامي مقاومت حزب الله اتلولي ستایو او د صهیونیستي یرغلګرو پر وړاندې متحد پاتې کېږو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ کب، ۱۴۰۴ل)

د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لېوا ویاند “ابو عبیده” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د لبنان د اسلامي مقاومت حزب الله د ځواکونو ستاینه کوي او په خبره یې د صهیونیستي یرغلګرو پر وړاندې یې په مېړانه مقابله کړې او درانه زیانونه یې ور اړولي دي.

نوموړي په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د لبنان د مقاومت ځواکونو نه یوازې د یرغلګرو ځواکونو مخه نیولې، بلکې د صهیونیستي رژیم دننه یې مهم ستراتیژیک اهداف هم په نښه کړي دي.

هغه ټینګار کړی، چې د القسام لېوا د مقاومت د جنګیالیو ترڅنګ ولاړه ده، ځکه چې هغوی د خپلې خاورې او ملي حاکمیت د دفاع مشروع حق لري.

ابو عبیده د لبنان د شهیدانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او د ټپیانو د ژر رغېدو او د خلکو د خوندیتوب لپاره یې دعا کړې ده.

هغه همداراز د حزب الله اسلامي غورځنګ د پخواني مشر “شهید سید حسن نصرالله” یادونه کړې او ویلي یې دي، چې نوموړي د غزې او د هغو د خلکو د ملاتړ لپاره زړوره پرېکړه کړې وه او د بیت المقدس د آزادۍ په لاره کې له خپلو ګڼو ملګرو سره یوځای شهید شو.

د القسام ویاند د سیمې له خلکو وغوښتل چې د صهیونیستي دښمن د پلانونو او نیتونو پر وړاندې متحد پاتې شي. د هغه په وینا، اسراییل هڅه کوي خپل یرغل پراخ کړي او نور عربي- اسلامي هېوادونه هم په جګړه کې ښکېل کړي، ځکه چې د «لوی اسراییل» د جوړولو هیلې نورې هم څرګندې شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button