کیم جونګ اون: د امریکا ټولې سیمې زموږ د اټومي برید په واټن کې دي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ کب، ۱۴۰۴ل)

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ویلي، د هغه د کار پر مېز تل «اټومي تڼۍ» موجوده ده او د امریکا ټولې سیمې د شمالي کوریا د اټومي برید په واټن کې راځي. نوموړي ټینګار کړی چې هېواد یې کولی شي د امریکا په هره سیمه بې له مخکې خبرتیا برید وکړي.

کیم جونګ اون زیاته کړې چې دښمنان به له دوامدارې وېرې سره مخ وي او دا خبرې یوازې ګواښ نه، بلکې یو حقیقت دی چې د ده په وینا امریکا باید پرې پوه شي. د هغه په خبره، شمالي کوریا د هر ډول احتمالي برید پر وړاندې پیاوړی پوځي چمتووالی لري.

نوموړي همداراز ویلي چې شخړه نور یوازې د کوریا ټاپووزمې پورې محدوده نه ده، بلکې د امریکا لوی ښارونه هم د احتمالي هدفونو په توګه مطرح کېدای شي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په سیمه کې د پوځي کړکېچ د زیاتېدو اندېښنې هم راپورته شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button