افغان ملي لوبډله نن د شل اوریز جام خپله وروستۍ لوبه د وېسټنډیز ملي لوبډلې سره کوي

کابل ټکی کام ۰۸حمل/۱۳۹۵، ارین خان

افغان ملي لوبډله د شل اوریز جام درې لوبې کړي دي، او درې واړه یې بایللي دي، چې څلورمه وروستۍ لوبه یې نن د وېسټنډیز ملي لوبډلې سره ده.

وېسټنډیز چې یو قوي ټیم دی، په منځ کې یې د ګریس ګل، ډیرل سمي، براو او سیمویل غوندې لوبغاړي وجود لري، په روان شل اوریز جام کې یې انګلستان، سرېلانکا او جنوبي افریقا ته ماتې ورکړي، او نن خپله وروستۍ لوبه له افغان ملي لوبډلې سره کوي.

ویل کیږي، چې دا د افغان ملي لوبډلې لومړی ځل دی چې د وېسټنډیز ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

د دغې لوبې ګټل د افغانستان لپاره ډېر ضروري دي، ځکه که یې وګټي نو دوی به په لسم مقام کې د پاتې کېدو ډېر چانس ولري، او هم به په کرکټ کې د لاسته راوړنو تر څنګ د ښه اعتبار خاوندان شي.

باید ووایو، افغان ملي لوبډلې که څه هم د شل اوریز جام درې تېرې لوبې بایللي دي، خو داسې لوبې یې کړي دي، چې د کرکټ نړیوالو مبصرینو یې لوبې ستایلي، او د افغانستان د کرکټ راتلونکی یې روښانه بللی.

دغه لوبه به نن د مارچ په اوویشتمه په ناګپور کې د افغانستان په ۲:۰۰ بجو ترسره کیږي.

د یادولو ده، چې وېسټنډيز ملي لوبډله په ۱۹۸۰ او په ۱۹۹۰ لسیزو کې د نړۍ تر ټولو قوي او د کرکټ په میدان کې نه ماتېدونکی ټيم بلل کېدو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button