هلمند خانشین کې امریکایي او افغاني عسکر د طالبانو له لورې تر کلکې محاصرې لاندې دي

کابل ټکی کام ۰۸حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
له هلمند ولایت څخه په ورکړل شویو خبرونو کې راغلي دي، چې بېګاه شپه شاوخوا ۴ بجې د خانشین ولسوالۍ اړوند د شابو سیمې په ډاکټر حقمل کلي کې امریکایي او افغاني عسکر د طالبانو له لورې تر سختو بریدونو لاندې راغلل.
خبر وایي، چې ګڼ شمېر امریکایي او افغاني عسکر له چورلکو را ښکته شول، او د طالبانو له لورې پرې بریدونه وشول، چې اوس هم په شدت سره روانه ده.
د خبرونو پر اساس، امریکایي او افغاني عسکرو دا مهال په دوو سرایونو کې پناه اخیستې ده، چې د طالبانو له لورې تر کلکې محاصرې لاندې دي.



