کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۱ کب، ۱۴۰۴ل)
راپورونه وایي د هند په پلازمېنه ډیلي کې د هند او اسراییلو د ګډې دفاعي پروژې پر یوه مرکز برید شوی چې له امله یې درنه چاودنه او لوی اور لګېدلی دی. ویل کېږي دغه مرکز د بېپیلوټه الوتکو (ډرون) د جوړولو لپاره کارېده.
د سرچینو په وینا، په دې پېښه کې ښايي شاوخوا ۵۰ کارکوونکي وژل شوي وي چې پکې هندي او اسراییلي کسان هم شامل دي. راپورونه زیاتوي چې د چاودنې وروسته د ودانۍ ډېره برخه په اور کې سوځېدلې او د سیمې له اسمانه غټ لوګي پورته کېږي.
ځینې هندي رسنۍ ادعا کوي چې ښايي دا برید د ایران پلویانو یا د ناکسالیت وسلهوالو له لوري ترسره شوی وي، خو چارواکو تر اوسه د برید د عاملینو په اړه رسمي تایید نه دی کړی او پلټنې روانې دي.


















