کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۱ کب، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي امارت د کابینې شپاړسمه غونډه د رئیس الوزراء ملا محمدحسن اخند په مشرۍ ترسره شوه چې پکې د هېواد پر اقتصادي، امنیتي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو خبرې شوي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند مولوي حمدالله فطرت ویلي، په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د «افغانستان لاس یو کیلي» موټرو لپاره د ګمرکي محصول تخفیف به د ۱۴۰۵ لمریز کال تر پایه پورې وغځول شي.
د خبرپاڼې له مخې، کابینې د وارداتي توکو په اړه هم پرېکړه وکړه او د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ته یې دنده وسپارله چې له اړوندو ادارو او سوداګرو سره ناسته وکړي، څو د وارداتو په برخه کې شفافیت، کمیت او کیفیت ته پاملرنه وشي.


















