کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایراني پوځ یوه لوړ پوړي چارواکي خبرداری ورکړی، چې که د ایران د تیلو او اقتصادي بنسټونو پر ضد برید وشي، نو ایران به د امریکا اړوند تاسیسات له منځه یوسي.
د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړي ویلي، چې د ایران د انرژۍ او اقتصادي زیربناوو په نښه کول به بې ځوابه پاتې نه شي او ایران به ورته سخت غبرګون وښيي.
دغه ایراني چارواکي ټینګار کړی، چې هر ډول برید به د سیمې د امنیتي وضعیت لا کړکېچن کړي او د امریکا اړوند اهداف به د ایران د ځوابي اقداماتو هدف وګرځي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په سیمه کې د ایران، امریکا او اسراییلو ترمنځ ترینګلتیا په وروستیو ورځو کې زیاته شوې ده.


















