کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” د هوايي ځواکونو قومندان “سید مجید موسوي” ویلي، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې پر امریکايي او اسراییلي هدفونو د ایران د توغندیو د لګېدو کچه دوه برابره شوې ده.
نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ایران د درنو توغندیو پر وړاندې اسمان پرانیستل شوی او د ده په وینا «د یرغلګرو د سزا لړۍ» په شدت سره روانه ده.
موسوي زیاته کړې، چې د ایران وسلهوال ځواکونه د خپلو پوځي عملیاتو د دوام لپاره بشپړ چمتووالی لري او هر ډول ګواښ ته به سخت او مناسب ځواب ورکړي.
هغه ټینګار کړی، چې ایراني ځواکونه به د هېواد د امنیت او ملي حاکمیت د دفاع لپاره خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.


















