ایراني ولسمشر: که د عرب ګاونډیانو خاوره زموږ پر ضد ونه کارول شي، ایران به پرې بریدونه ونه کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ کب، ۱۴۰۴ل)

د ایران ولسمشر ویلي، که عرب او ګاونډي هېوادونه ډاډ ورکړي، چې د دوی خاوره به د ایران پر ضد نه کارول کېږي، نو تهران به هم د دغو هېوادونو پر خاوره هېڅ ډول برید ونه کړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې ایران د سیمې له هېوادونو سره د شخړې نیت نه لري؛ خو که د کوم هېواد له خاورې د ایران پر ضد پوځي اقدام وشي، نو تهران د ځان لپاره د ځواب ورکولو حق خوندي ګڼي.

د ایراني ولسمشر په وینا، د سیمې امنیت باید د سیمې د هېوادونو په ګډو همکاریو خوندي شي او بهرنیو ځواکونو ته باید اجازه ورنه کړل شي چې د سیمه ییزو هېوادونو خاوره د نورو پر ضد وکارول شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ایران او صهیونیستي رژیم ترمنځ پوځي کړکېچ او بریدونه ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button