کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ کب، ۱۴۰۴ل)
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د کندهار ولایت په کښته میوند ولسوالي بند تیمور سیمه کې د ۱۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۸۰۰ هکتاره ځمکې د خړوبولو لپاره د اوبو پروژه پیل شوه.
د ياد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پروژه کې د ۱۱۰۷ مترو اوږد کانال، ۲۰۰ مترو اوږد سربند، د ۶۰۰ مترو استنادي دېوال، ۵ پلګوټي، یو واش او دوه سریزې ودانۍ شاملې دي.
د معلوماتو له مخې، د يادې پروژې چارې به د څوارلس میاشتو په موده کې بشپړې او د بشپړېدو سره به ۱۸۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي او سلګونو کسانو ته به پکې د کار زمینه برابرېږي.

















