کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران سپاه پاسداران ځواکونو په یوه تازه اعلامیه کې ویلي، چې د «رښتیني ژمنې-۴» عملیاتو په لړ کې د بریدونو ۵۵مه څپه پیل شوې او په اسرائیلو کې یې مهم پوځي او ستراتیژیک هدفونه په نښه کړي دي.
د اعلامیې له مخې، په دې بریدونو کې تل ابیب، بنګورین نړیوال هوايي ډګر، د وسلو د تولید مراکز او د جنګي الوتکو د سون د اکمال مرکزونه هدف ګرځول شوي دي.
سپاه پاسداران ویلي چې د عملیاتو په دې پړاو کې یې عماد، قدر او فتاح هایپرسونیک توغندي او همدارنګه ویجاړونکي بېپیلوټه الوتکې (ډرونونه) کارولي دي.
په بیان کې دا هم راغلي چې ایراني ځواکونو د امریکا پوځي مرکزونه هم په نښه کړي دي. د سپاه پاسداران د معلوماتو له مخې، په الظفره هوايي اډه او د شیخ عیسی هوايي اډه او جفیر سمندري اډه کې د امریکا پوځي تاسیسات د فاتح، ذوالفقار او دزفول منځني واټن توغندیو او ځیرکو ډرونونو په وسیله هدف ګرځول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې الظفره هوايي اډه د متحده عربي اماراتو د پلازمېنې ابوظبۍ شاوخوا ۳۰ کیلومتره کې موقعیت لري او شیخ عیسی هوايي اډه او جفیر سمندري اډه دواړه په بحرین کې دي، چې د امریکا سمندري او هوايي ځواکونه پکې مېشت دي.
دا اعلان داسې مهال کېږي چې په سیمه کې د ایران، امریکا او اسرائیلو ترمنځ پوځي کړکېچ لا هم دوام لري.

















