کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ کب، ۱۴۰۴ل)
د افغان د حکومت ویاند “ذبیحالله مجاهد” ویلي، چې پر کابل د پاکستان د پوځي رژیم د وروستیو بریدونو په غبرګون کې اوس له اسلاماباد سره د خبرو او ډیپلوماسۍ وخت نه دی.
ښاغلي مجاهد طلوعنیوز سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې د افغانستان حکومت به د دغو بریدونو غچ اخلي او د پاکستان د پوځي رژیم د هر ډول تېري پر وړاندې به مناسب او قوي ځواب ورکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان پر خاورې بریدونه د منلو وړ نه دی او د هېواد حاکمیت ته به د هر ډول ګواښ پر وړاندې لازم اقدامات ترسره شي.

















