کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ کب، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت وایي، د پاکستان پوځي رژیم تېره شپه شاوخوا نهه بجې په کابل کې د «امید» په نوم د معتادینو د درملنې پر دوه زره بستریز روغتون هوایي برید کړی چې له امله یې تر دې مهاله ۴۰۰ کسان شهیدان او شاوخوا ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا، د بمبارۍ له امله د روغتون زیاتې برخې ویجاړې شوې او د تلفاتو د لا زیاتېدو امکان هم شته.
فطرت زیاته کړې چې د پېښې په ځای کې ژغورونکي ټیمونه بوخت دي څو لګېدلی اور مهار کړي او د کنډوالو لاندې پاتې قربانیان راوباسي.

















