کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ کب، ۱۴۰۴ل)
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنېټ، ویلي چې په افغانستان کې د پاکستان د هوايي بریدونو د نويو راپورونو او د ملکي وګړو د مرګژوبلې له امله سخت خواشینی شوی دی.
بېنېټ په خپل پیغام کې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د جګړو پر مهال باید د ملکي خلکو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وشي.
هغه له ښکېلو لورو غوښتي چې کړکېچ راکم کړي، له زغمه کار واخلي او نړیوال قانون ته درناوی وکړي، په ځانګړي ډول د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو لکه روغتونونو ساتنه یقیني کړي.

















