افغانستان په کامیاب پیل او په کامیابه خاتمه خپل کور ته ستون شو

کابل ټکی کام ۰۸حمل/۱۳۹۵، ارین خان
پچه وېسټنډیز وګټه، او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه، او افغانستان ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
د لوبې پیل چې خورا ورو وو، لوبغاړي یې په پرلپسې توګه له لاسه ور کول، چې د ګټلو چانس یې هم ډېر کم شو.
د کرکټ د مبصرینو له لورې افغانستان ته ټاکل شوی هدف ۱۳۳ وو، خو د افغانستان لوبغاړي چې ښه ونه ځلېدل، د ۷ وېکټو په ورکولو یې په شلو اورونو کې ۱۲۳ منډې وکړې، او وېسټنډیز ته یې ۱۲۴ منډې هدف وټاکو.
لکه څرنګه چې وړاندې افغان توپ اچوونکي د جنوبي افریقا په وړاندې ښه وځلېدل، دا ځل یې هم د وېسټنډیز په وړاندې ښه توپ اچونه وکړه.

وېسټنډیز د افغانستان د توپ اچوونکو له کبله د افغانستان ډېر ټيټ هدف پوره نه کړ، او د ۸ وېکټو په ورکولو سره یې په شلو اورونو کې یې ۱۱۷ منډې وکړې، چې افغانستان د توپ اچوونکو په مټ لوبه وګټله کړه.
د روان کال په شل اوریز جام کې افغانستان درې لوبې بایللې وې، او څلورمه یا وروستۍ لوبه یې چې له وېسټنډيز سره وه، سخته ماتې یې ورکړه.
باید ووایو چې په توپ اچوونکو کې نبي عیسی خېل، راشد ارمان او حمزه هوتک، او په توپ وهونکو کې نجیب ځدران د پام وړ او ښه لوبه وکړه.
د یادولو ده، وېسټنډیز ملي لوبډلې په روان شل اوریز جام کې درې لوبې ګټلې وې، چې د څلورمې لوبې په ګټلو سره یې سیمي فاینل ته د وتلو چانس وو، خو وروستۍ لوبه یې د افغانستان په وړاندې وبایلله.